د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، چې په دغه ولایت کې تاریخي ابدې رغوي. د ننګرهار اطلاعاتو کلتور رییس نورمحمد حنیف وایي، د مېملې باغ او وزیر محمد ګل خان مومند کلا د بیا رغونې لپاره یې ځانګړې طرحه جوړه، د تایید او اجراتو لپاره یې وزارت مقام ته سپارلې ده. سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي. یو شمېر فرهنګي فعالانو د دغو تاریخي سیمو د رغونې د پلان هرکلی کړی او ویلي دي، چې د سرپرست حکومت چارواکي باید په دې اړه نور هم خپلې هڅې زیاتې کړي. دغه باغ چې ويل کېږي د شاه جهان پاچا د لور مملې او د هغه د زوی له لوري رغول شوی، شاوخوا پنځه سوه کاله تاريخ لري او د افغانستان په تاریخ کې هم د ډېرو شاهانو د دمه ځای او د چکر ځای په نومونو ياد شوی دی. دغه بڼ د جلال اباد ښار په ۴۲ کېلومترۍ کې د خوږياڼو ولسوالۍ د مملې سيمې په ۶۰ جريبه ځمکه کې رغول شوی، دنګ چينارونه، روانې اوبه او د نرګس ګلونو ورته لا ښکلا ور بښلې ده.
































