د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې درې ورځې مخکې د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په هوايي برید کې ولسي وګړي وژل شوي دي. دغه کمېسیون همدارنګه وايي چې د وژل شویو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. خو د ملي دفاع وزارت وايي، چې په دغه هوايي برید کې طالبان په نښه شوي دي او ولسي وګړو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی. د سیمې اوسېدونکي وايي په دې پېښه کې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. سیاسي شنونکي وايي، په داسې وضعیت کې چې تمه کېږي د بین الافغاني خبرو په نږدې کېدو سره په هېواد کې تاوتریخوالي کم شي؛ خو د جګړې په ډګرونو د مرګ ژوبلې شمېرې د انساني ناورین ښودنه کوي. عام خلک د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او د ملکي وګړو له وژلو دې لاس واخلي.
































