د کابل ښاروالي له لوري له بنسټیزو چارو او خاورینې برخې وروسته د درېیمې ناحیې په اتم ګذر کې د سیلو د دویم سړک قیر کولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات وايي چې دا سړک په ټولیزه توګه ۳۷۵ متره اوږدوالی او ۲۰.۴۰ متر سور لري چې د چارو د ژر بشپړولو لپاره یې هڅه کیږي. نوموړي زیاته کړه چې د دې سړک په جوړېدو سره به د خلکو ستونزې حل او ګڼ شمېر ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. په همدې توګه په دې سړک سره به د سیمو ترافیکي حجم ووېشل شي او اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
































