د هرات د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي، چې د روان کال له پيل څخه یې تراوسه څه د پاسه ۲۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د هرات د ترافیکو عمومي مدیر ذبیح الله اکبري وايي، چې د یاد ولایت د ترافیکو مدیریت ۳۷ زره (ویشي) موټر ثبت کړي چې له دې جملې څخه یې زرو موټرو ته موقت پلېټونه او جوازسیرونه وېشلي دي. نوموړی وايي، چې یاد مدیریت په یوه کال کې موټر چلوونکو ته لس زره لایسنسونه وېشلي دي. اکبري وايي، چې په ښار کې ترافیکي څراغونه فعال شوي او له ښاریانو یې وغوښتل ترافیکي اشاروته پاملرنه وکړي او د سرغړونې په صورت کې جریمه کېږي.












