بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ترکیې په اوبو کې د غرق شویو افغانانو د موندل شویو جسدونو څخه اوه جسدونه کابل ته را ولیږدول شول. تېره میاشت د ترکیې په وان اوبو بند کې چې له ایران سره پر ګډه پوله موقعیت لري، د غیر قانوني کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو له امله لسګونه کسان نادرکه او مړه شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د یادې پېښې ۵۹ جسدونه موندل شوي چې ۳۰ یې د افغانانو دي. ددغه وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب وايي، چې له ترکیې څخه اوه جسدونه کابل ته لېږدول شوي دي. هغه زیاته کړه، ټاکل شوې ده چې ۱۲ نور جسدونه نن کابل ته را ولیږدل شي. تهذیب وایي چې د پنځو افغانانو جسدونه د هغوی د کورنیو په مشوره د ترکیې په وان ښار کې خاورو ته سپارل شوي دي. د ترکیې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغه کښتۍ کې له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې پناه غوښتونکي سپاره وو، چې ډیری یې د افغانستان، پاکستان او ایران اوسېدونکي وو.
































