کابل کې د جاپان د سفیر مرستیال تاکایو تانیموتو د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي رییس سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې هوډ لري، افغانستان کې د خپلو ناتمامو پروژو چارې بشپړې کړي. دغه راز په دې لیدنه کې د یاد سفیر مرستیال افغانستان کې د جاپان له لوري د یو شمېر نورو رغنیزو پروژو د چارو د پیل خبر ورکړی دی.












