د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست، نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې، هالنډ ته د خپل سفر جزئیات له رسنیو سره شریک کړل. نوموړي هالنډ ته سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او زیاته یې کړه چې د سیمه ییزو تولیداتو دویم کنفرانس کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو لوړپوړو چارواکو او د لویو شرکتونو استازو ګډون کړی و. د عمر د څرګندونو له مخې؛ په یاد کنفرانس او د کنفرانس په څنډو کې د یو شمېر هېوادونو د لویو شرکتونو له استازو سره په جلاجلا کتنو کې، په هېواد کې روان وضعیت، سراسري امینت، په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه روغتیايي برخه کې پرمختګونه او رامنځته شوې آسانتیاوې بیان کړې او له هغوی څخه یې غوښتي چې را دې شي او په افغانستان کې پانګونه وکړي. د هغه په وینا، د کنفرانس یو شمېر ګډونوالو او د خصوصي سکټور د ځینو لویو شرکتونو استازو لېوالتیا ښودلې چې افغانستان ته سفر کوي او د درملو او طبي محصولاتو په برخه کې به پانګونه وکړي.
































