د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د ماشوم نړۍوالې ورځې چې پرون وه، په مناسبت پر خپله ټویټر پاڼه په یو پیغام کې هیله ښودلې چې د هېواد ټولو ماشومانو ته د زده کړو مسلم حق ورکړ شي. حامد کرزي لیکلي، (هیله لرم چې په ټول هېواد کې زموږ ماشومانو نجونو او هلکانو) ته د تعلیم زمینه برابره شي او دوی له خپل دغه مسلم حق څخه په ښه توگه برخمن شي ترڅو هېواد مو د یوې روښانه او هوسا راتلونکې خاوند او له نړۍ سره سیال شي.
































