د کډوالۍ نړۍوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو ایستلو بهیر دې وځنډوي. یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغان کډوالو ایستلو په اړه د پاکستان ضرب الاجل د پای وروسته، هره ورځ ۱۷ زره کسان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته را اوړي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، پر یادو دوو لارو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله؛ راستنېدونکي افغانان له سختو ستونزو سره مخ دي او اړتیا ده چې د پاکستان حکومت دا لړۍ د څه وخت لپاره و دروي. یاد سازمان پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانانو ملاتړ کچه دې زیاته کړي.
































