د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ ویلي، چې هېواد یې د افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه د ملګرو ملتونو کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ملاتړ ته ادامه ورکوي. وېسټ ویلي، چې افغانستان ته راستنېدونکي افغانان د خوندیتوب، ملاتړ او درناوي وړ دي. له دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي و، چې زرګونه راستنېدونکو افغانانو ته د خوړو، استوګنځي او روغتیايي خدماتو د برابرولو په چاره کې د سیمه ییزو افغان چارواکو له همکارۍ څخه خوشاله ده.
































