په کابل کې یو شمېر ډاکټران په هېواد کې د شکرې ناروغۍ د درملنې په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کوي. د وزیر محمد اکبر خان روغتون ډاکټرانو چې د شکرې ناروغۍ ورځ نمانځلو مراسمو کې ګډون کړی و و ویل، د دغې ناروغۍ د درملنې په موخه په دغه څانګه کې امکانات لږ دي. د روغتیا نړۍوال سازمان استازي چې په دې مراسمو کې ګډون کړی و، وایي چې په بې وزلو هېوادونو کې له هرو څلورو کسانو یو یې په شکرۍ ناروغۍ اخته وي. د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویلي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۲ زیږیز کال کې د دغې ناروغۍ له امله څه باندې زر تنه مړه شوي دي. د روغتیا نړۍوال سازمان د استازي په وینا، په نړۍ کې په شکرۍ ناروغۍ د اخته دوو کسانو له ډلې یو یې پر ځان خبر نه وي او په ټوله نړۍ کې هر کال د دغې ناروغۍ له امله دوه میلیون کسان مړه کیږي.
































