د روسي رسنیو د راپورونو له مخې په روسیه کې د ایران فوق العاده سفیر په مسکو کې د افغانستان په اړه د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي. دواړو لورو په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي او په خبره یې په دې اړه به د دواړو لورو ترمنځ خبرې دوام کوي. دواړو لورو د سولې له پروسې سره پر همکارۍ هم ټینګار کړی دی او په خبره یې هڅه کوي د سولې په پروسه کې همکاري وکړي.
































