د غزني ولایت د برېښنا ریاست مسولینو ویلي، چې دوی روان کال تر ټاکلي هدف دوه برابره زیات عواید را ټول کړي دي. دغه ریاست ته د روان مالي کال په شپږو میاشتو کې ۵۷ میلیونه افغانۍ عواید هدف ټاکل شوی و، خو دوی په یوازې ۷میاشتو کې ۱۴۰ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي، چې دا بیا ترټاکل شوې اندازې دوه برابره زیاتوالی ښیي. د غزني د برېښنا ریاست رییس دعوایدو د زیاتوالي لامل، په یاد ولایت کې د برېښنا د پېردونکو ډېرېدل یادوي، چې یوازې د روان کال په شپږو میاشتو کې تر ۳ زره پېرېدونکي یې ډېرشوي دي.












