د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي چې طالبانو د تاوتریخوالي په دوام یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د ۴۰۱ بریدونو پر مهال ۴۶ ملکي وګړي وژلي او ۹۳ نور یې ټپیان کړي دي. یادې شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یادو تلفاتو ډېره برخه په هلمند، بادغیس او غور ولایتونو کې اوښتي دي. خبرپاڼه کې راغلي، د خلکو د سر او مال ساتنه د افغان دولت له لومړیتوبونو څخه ده خو طالبانو د بې دفاع او ملکي خلکو وژنې ته دوام ورکړی دی. ملي امنیت شورا هرات کې د افغان ځواکونو له لوري د شوي هوایي برید په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې د ملکي وګړو هدف ګرځول د ټولو دیني، اخلاقي او انساني ارزښتونو خلاف عمل دی.
































