د افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادې ټولنې سرپرست رییس په مشرۍ پلاوي ویتنام ته د سفر پرمهال هلته د ترکیې د سرې میاشتې له رییسې، فاطمې میرج یلماز سره لیدلي دي. خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده لیدنه کې هرات ولایت کې له زلزله ځپلو کورنیو او له ګاونډیو هېوادونو له راستنیدونکو افغانانو سره پر مرستو، په سوري زړه د اخته ماشومانو پر درملنه او د افغاني سرې میاشتې په مرستونونو کې د بې سرپرسته کورنیو پر لاسنیوي خبرې شوي دي. سرې میاشتې د اغلې یلماز له خولې لیکلي چې په یادو برخو کې به له افغانانو سره مرستې کوي.
































