د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې په نږ دې راتلونکي کې به د قشقري له نویو او بیا رغول شویو څاه ګانو څخه هم د نفتو استخراج پیل شي. د کانونو او پټرو لیم وزارت مسوولین وايي، چې دمګړۍ د سرپل د قشقري د نفتو د استخراج حجم د ورځي ۴۰۰ متریک ټنو ته رسیږي، چې په نږدې را تلونکي کې به د نويو او بیا رغول شويو څاه ګانو څخه استخراج پیل شي، چې له دې سره به د قشقري څخه د نفتو د استخراج په حجم کې د پام وړ زیاتوالی رامنځ ته شي. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي؛ له چینايي شرکت سره د شوي تړون پر بنسټ اوس د قشقري سیمي د استخراج حجم ۴۰۰ متریک ټن ته رسیږي؛ خو په نږ دې راتلونکي کې به د دې استخراج حجم نور هم ډېر لوړ شي.
































