د عامې روغتیا وزارت سرپرست د اروزګان ولایت د عامې روغتيا ریاست له مسوولینو او په دې ولايت کې د روغتيايي خدماتو تطبیق کوونکو موسسو له استازو سره په کتنه کې ویلي،چې په تېرو دوو کلونو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې يې سلګونه روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او د لسګونه نورو د جوړولو پلان لري. نوموړي زیاته کړې، چې په تېرو دوو کلونو کې یې تر ۳۰۰ زیات روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي او د ۲۸۵ نورو روغتیايي مرکزونو د جوړولو پلان لري. د عامې روغتیا سرپرست وزیر همدارنګه ویلي، په پلان کې ده، چې د هېواد روغتیايي سیستم ډیجیټلایز کړي، چې له دې سره به په روغتیايي برخه کې همغږي لا پیاوړې شي.
































