د سټنډرډ ملي ادارې ویلي چې په تېره یوه میاشت کې یې ١٦٠ ټانکره بې کیفیته تیل د فراه په ٧٨ میل بندر کې بېرته ایران ته ګرځولي دي. یادې ادارې ویلي، چې په دې وروستیو کې يې په خورا جدیت سره د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. د سټنډرډ ملي ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي. د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړانډې هم هېواد ته د لسګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکو د واردېدو مخنیوی کړی دی.
































