ازبکستان ته تللي افغان پلاوي د یاد هېواد د سوداګرۍ او صنایع خونې له مسوولینو سره کتلي دي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د یاد وزارت مرستیال ویلي چې غواړي له افغانستانه ازبکستان ته د کرنیزو حاصلاتو صادرات ډېر شي. په دغه لیدنه کې د یاد وزارت سلاکار، محمد ولي وزیري له ازبکستاني لوري غوښتي چې د اړتیا وړ خام مواد له افغانستانه وارد کړي. په افغان پلاوي کې د هېواد د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین هم ګډون لري.
































