د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وایي، د دوی واکسیناتوران د ډیورند فرضيکرښې دواړو غاړو ته د هغو کورنیو ماشومان واکسینوي چې افغانستان ته راستنېږي. یونیسف نن پر خپل ټویټر لیکلي واکسیناتوران یې هغه ماشومان هم واکسینوي چې د واکسین له پخوانیو پړاونو بې برخې پاته دي. معلومه نه ده چې د واکسیناتورانو دغه ډلې په کومو سیمو کې فعالیت لري، خو له پاکستانه افغان کډوال تر ډېره د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته را ستنول کیږي. افغانستان او پاکستان یوازني دوه هېوادونه دي چې تراوسه د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ویروس په کې له منځه نه دی تللی.
































