د هېواد په شپږو ولايتونو کې اقتصادي زونونه جوړېږي، چې په کابل کې د صادراتو د پروسس زون د جوړولو لپاره د ۱۰۰ جریبه ځمکې د انتقال عملي چارې پیل او په نورو زونو کې هم د ځمکې د انتقال لپاره کارونه دوام لري. دغه زونونه به په کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او پکتیا ولایتونو کې جوړ شي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د زون جوړول د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم ګام بللی او ويلي يې دي چې د زون د نه شتون له امله؛ افغانستان هر کال شاوخوا څلور میلیارده ډالره زیان سره مخ کېږی. دغه وزارت ویلي، د هر زون لپاره ۱۰۰ جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې چې ورسره به په هر زون کې ۲۰ زرو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.












