د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي، د تورخم په سرحدي سیمه کې یې له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو ماشومانو ته خوندي ځایونه جوړ کړي دي. که څه هم یونېسف د دغو ماشومانو د شمېر او د رامنځته شویو خوندي ځایونو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي؛ خو زیاته کړې یې ده، چې دا خوندي ځایونه به ۲۴ساعته خلاص وي او له پاکستان څخه د ایستل شويو ماشومانو لپاره به رواني ټولنیز ملاتړ او تفریحي فعالیتونه وړاندې کوي، تر څو له خپلو کورنیو سره یوځای شي. په داسې حال کې چې د نومبر په لومړۍ نېټه پاکستان د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، یو شمېر افغان ماشومان هم پکې له خپلو کورنیو جلا او له سرپرست پرته افغانستان ته شړل شوي دي.
































