د کندز ولایت چارواکو په دغه ولایت کې د ۴ پروژو د پیلېدو خبر ورکړی دی.
د کندز پوهنتون رییس ويلي، چې په پوهنتون کې د ننه د لوړو زدکړو وزارت لخوا د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د۴ پروژو چارې پیل شوې دي. نوموړی وایي په دغو پروژو کې د موټرو پارکینګ جوړول، د اوبو ذخیرې، د پوهنتون داخلي جومات پراختیا او د دیني جامعې ریاست بیارغول شامل دي، چې پرون یې رسما چارې پیل شوې دي. د یادونې وړ ده چې اوسمهال په دغه ولايت کې ګڼ شمېر نورې پراختیايي پروژې هم تر کار لاندې دي او چارواکي یې په لنډ وخت کې د چارو پیلېدو خبره کوي.
































