وروسته تر هغه چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې ایران له افغان سولې لازم ملاتړ نه کوي د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد ویلي چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې کلک ملاتړ ته ژمن دی. نوموړي زیاته کړې، امریکایي چارواکي مخکې تر دې چې د ایران د دریځ په اړه څرګندونې وکړي باید لومړی د سیمې او افغانستان په اړه د ایران دریځ په سم ډول مطالعه کړي. په ورته وخت کې په کابل کې د ایران سفارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خلیلزاد څرګندونې ناسمې بللې او زیاته کړې یې ده چې دوی د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې کلک ملاتړ کوي.
































