د کونړ د عامې روغتيا رياست مسوولین وايي چې نن يې په دغه ولایت کې ۹ ټنه راټول شوي تاریخ تېري درمل او خوراکي توکي سوځولي دي. د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس مظفر مخلص ویلي، چې د ټاکل شوي پلاوي له لوري د روغتیایي اصولو سره سم د مرکز او ولسوالیو له درملتونونو او هټیو څخه دغه تاریخ تېره درمل، غیرې الکولي مشروبات او خوراکي توکي راټول شوي او راتلونکي کې به دغه لړۍ په کلکه وڅاري. د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې په پراخه اندازه بې کیفته او تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي له منځه وړل شوي وو.
































