پکتيا کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له لوري د مور او ماشوم د هر اړخيزې ساتنې لپاره يو ځانګړی روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د پکتيا د عامې روغتيا رييس خير محمد منصور وايي پر دغه روغتون ۱۵۰ زره امريکايي ډالره لګښت راغلی چې د ناروې کمېټې له لوري ورکړل شوی دی. د نوموړي په خبره د دغه روغتون په جوړېدو سره به د مور او ماشوم د مړینې کچه راکمه شي.












