په بغلان ولایت کې د شمال د ډبرو سکرو شرکت مسوولینو ویلي، چې دوی هره ورځ ۱۰۰ ټنه د ډبرو سکاره د بغلان د کرکر له کان څخه په فني توګه استخراج کوي. د کرکر د ډبرو سکرو کان چې د هېواد په کچه دويم لوی کان بلل کیږي، په ۱۳۱۶ لمریز کال کې د یو شپون لخوا کشف شوی. دا کان د پلخمري ښار په ۲۱کیلومترۍ کې پروت دی چې په لومړیو کې د کانونو او پټرولیم وزارت یې کیندنې په ساده تجهیزاتو او وسایلو سره کوله او سکاره ېې د څارویو په واسطه لیږدول کېدل؛ خو اوس له دې کانه په فني او معیاري توګه سکاره استخراجېږي.
































