پوهنې وزارت د هلکانو په ښوونځیو کې ښوونیزې نیمګړتیاوې رد کړي او ویلي یې دي چې دغه وزارت د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ښوونې کیفیت او پرمختګ ته جدي پاملرنه کوي. دغه وزارت وايي، تر اوسه هیڅ ښځينه ښوونکې له دندې نه ده ګوښه شوې او په ښوونځيو کې د زده کوونکو د وهلو ټکولو له عاملينو سره قانوني چلند کیږي. تر دې وړاندې د بشري حقونو د څار بنسټ په یوه راپور کې په افغانستان کې پر ښوونیزو سیاستونو نیوکه کړې وه او ویلي یې و چې د سرپرست حکومت « ناسمه» پالیسي د دغه هېواد هلکانو، نجونو او ښځو ته زیان رسوي.
































