د ایران د ګمرکونو عمومي مدیر د کتای ترانزیټي دهلېز د پرانیسل کېدو خبر ورکړی دی. مصطفی ایتي ویلي چې هېواد یې د لومړي ځل لپاره د افغانستان او تاجکستان له لارې منځنۍ اسیا ته خپل صادرات پیل کړي دي. د نوموړي په وینا، کتای ترانزیټي دهلیز د قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران ترمنځ جوړ شوی دی چې موخه یې د افغانستان او تاجکستان له لارې منځنۍ اسیا سره د ایران او نورو شریکو هېوادونو وصلېدل دي. د هغه په خبره، دا لار د څلور واړه هېوادونو لپاره خپل ارزښت لري خو د ایران لپاره یې مهم ارزښت دا دی چې ایراني سوداګر کولی شي له همدې لارې په ډېره ارزانه بیه او اسانه توګه خپل صادرات منځنۍ اسیا ته ولېږدوي.
































