د فاریاب ولایت سیمه چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز میمنه ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د دوو ماشومانو په ګډون د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی، یو ماشوم او درې سرتېري نور ټپیان شوي دي. د فاریاب د والي ویاند جاوید بیدار وایي چې دا پېښه نن د میمنې ښار اړوند دمقول سیمه کې د ملي اردو د یو هاموې ټانک بې کنټروله کېدو له امله رامنځته شوې ده. هغه ویلي چې ټانک د ماشومانو تر وهلو وروسته چپه شوی دی. بیدار د یادې پېښې رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې موټر چلوونکی روغ دی، نیول شوی او اوسمهال د پولیسو په توقیف کې دی.












