چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

دغه عادتونه مو د شخصي او کاري ژوند کیفیت لوړوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 27, 2020
in روغتیا او ژوند, ليکنې او تحلیلونه
0
دغه عادتونه مو د شخصي او کاري ژوند کیفیت لوړوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

که کار پنځوونکی یا د یوې ادارې مدیر یاست او یا هم غواړی نوی کار پیل کړی، نو ښه ده چې ځینې داسې عادتونه خپل کړئ چې پر خپلو توليدوونکو توکو او هغو کسانو چې له تاسو سره کار کوي، مثبت اغېز ولري. له دې سره په څنګ کې هغه څه ته چې غواړی ورسېږی، نو  باید له یوې منظمې او مخکې ازمویل شوې تګلارې ګټه واخلئ او ګام پر ګام مخ ته ولاړ شئ.

په دې لیکنه کې ۱۰ هغو عادتونو ته اشاره شوې ده چې په شخصي او کاري ژوند کې مو د مثبت بدلون لامل کېږي.

کله مې چې د لومړي ځل لپاره د یوه کار پنځوونکي په توګه کاروبار پیل کړ، له ځانه مې پوښتنه وکړه، څه شی د دې لامل شول چې دې ځای ته را ورسېدم؟ اعتبار، پیسې او د نورو ستاینه او هڅونه هغه څه وو، چې زه یې دې ځای ته را ورسولم. د تېر عمر په اړه مې چې فکر کوم، زه ډېر نېکمرغه انسان وم، ځکه ما له ډېرو ارزښتناکو کسانو سره اړیکه درلوده، دوه اړخیزې اړیکې مې ځکه ګټورې وې چې د دواړو خواوو په ګټه وې، نه یوازې زما په ګټه؛ ځکه یو انسان په تېره بیا مسلمان باید دا ځانګړنه ولري، هغه څه چې د ځان لپاره خوښوي باید د نورو لپاره یې هم خوښ کړي او ګټه یې ورته ورسېږي. دې هر څه ته رسېدل ناڅاپي نه وو، بلکې د ور رسېدو لپاره مې تل د زده کړو هڅه هم کړې ده.

۱-  د نورو خبرې واورئ او د امکان په صورت کې ورسره مرسته وکړئ

د نورو خبرو ته غوږ نیول او ورته پام کول په کاروبار کې ډېر اړین دي. کېدای شي د مقابل کس خبرې تاسو ته ارزښت ونه لري او یا هم ستاسو په کاري ژوند کې ډېرې مهمې نه وي. په رسمي مجالسو کې ډېرې خبرې په دې جملې پای ته رسېږي: «زه څه خدمت درته کولی شم؟» په دې جمله کې ډېر لوی ځواک پروت دی او همدا یوه جمله کولی شي له مقابل کس سره ستاسو کاري اړیکې قوي او ژورې کړي.

۲- د مقابل کس اړینې خبرې یادداشت کړئ

کله چې تاسو د مقابل کس سپارښتنې او غوښتنې اوری، درسره یادداشت یې کړئ. کله چې تاسو یو څه له ځان سره یادداشت کوی، له موقتې حافظې څخه مو ځي او په دایمي حافظه کې مو ځای نیسي. دغه څه مو پر عادت بدلېږي او د اړتیا په صورت کې یې ژر په یاد راوړلی او ګټه ترې اخیستلی شی.

۳- مهربانه اوسئ

مهربانه او زړه سواندي اوسئ. دغه څه مو پر یوه تلپاتې عادت بدل کړئ. هڅه وکړئ چې هېڅکله هم په غوسه نه شی. دا مه هېروئ چې عاقلانه او له زړه سوي څخه ډکې کړنې تل ښه پایله لري. په اصل کې دغه څه تاسو ته چانس په لاس درکوي چې له نورو سره په اسانۍ اړیکه ټینګه کړی.

۴- له شاوخوا کسانو سره مو ښې اړیکې ولرئ

په دې  وروستیو کې مو د انټرنېټ له لارې د کاري اړیکو په اړه د ۲۰ کسانو نظرونه واخیستل. په زړه پورې خو دا ده چې ۱۹ کسانو یې د خپل کاروبار د پرمختګ اصلي لامل ښې او تلپاتې اړیکې په ګوته کړې وې. ډېر کله په یوه مناسب وخت کې یوازې (جوړ په خیر) هم کولی شي ستاسو لپاره د یوې دایمي کاري اړیکې لامل شي.

۵- پر ژمنو مو عمل وکړئ

یوې لویې غونډې ته بلل شوی وم، د زیاتو واورو له کبله ډېری بلل شویو کسانو په غونډه کې له ګډون کولو ډډه وکړه. د غونډې جوړوونکو ته مې ډاډ ورکړ چې زه به هرو مرو ستاسو په غونډه کې ګډون کوم. د دې لپاره چې غونډې ته پر وخت  ځان ورسوم، له خپلو ټولو امکاناتو مې کار واخیست. که په خپلو کړو ژمنو عمل وکړی، کولی شی د نورو خلکو پام در جلب کړی او یوه ښه کاري اړیکه رامنځته کړی.

۶- د هغو کسانو خيال ساتئ چې ارزښت درته لري

که مو له یو چا سره کاري اړیکه خرابه شوې وي، بیا یې نو په اړه ډېر فکر مه کوئ. په شاوخوا کې مو ډېر نور کسان شته چې له تاسو سره کار کوي. هغوی ته ارزښت ورکړئ چې له لاسه یې ور نه کړی. تر اوسه پورې دویم ځلي کاري اړیکې جوړولو هېڅ پایله نه ده ورکړې، ځکه اعتبار د ملغلرې اب ته ورته دی، چې یو ځل له منځه ولاړ شي بیا نه راګرځي. ځان غوښتونکي مه اوسئ او دغه کسان بې ارزښته مه ګڼئ؛ ځکه دغه کسان ستاسو د کارکوونکو، مدیرانو او شریکانو په توګه ستاسو په کاري ژوند کې ډېر ارزښت لري.

۷- نور کسان هم ومنئ

کله چې له حقیقت او ښه کار سره مخ کېږی، نو ويې منئ. د ځان غوښتنې ناروغۍ ته مو په زړه کې ځای مه ورکوئ. ښه ده چې ووایئ: «ډېر ښه» او یا «زه باوري یم چې دا کار به دې د ټولو خوښ شي». د نورو د کار تاییدول او قدر یې کول د لویو وګړو کار دی، دغه څه مو عادت وګرځوئ.

۸- مناسبې ډالۍ انتخاب کړئ

د ډالۍ اخیستلو پر وخت یوازې خپله ګټه په پام کې مه نیسئ؛ بلکې هغه احساس ته هم پام وکړئ چې مقابل کس یې د تر لاسه کولو پر مهال باید ولري.

۹- د ژوند ښې پېښې مه هېروئ

د هغو کسانو کلیزه او د واده ورځ په یاد ولرئ چې له تاسو سره کار کوي. کولی شی په داسې ورځ خپلې نېکې هيلې یوازې د یوې ټليفوني اړیکې، پیغام او ایمېل په وسیله له خپل همکار او کارکوونکي سره شریکې کړی او مبارکي ورکړی. دغه کړنه مو کاري اړیکې ته قوت وربښي.

۱۰- ښه عادتونه مو بايد تل د ژوند برخه وي

دا سمه ده چې ښه عادتونه مو په کاري محیط کې د بریا لامل کېږي، خو دا په دې مانا نه ده چې دغه ښه کارونه یا عادتونه یوازې په کاري محیط کې باید ولری؛ بلکې له کار پرته د ژوند په ټولو چارو کې ترې ګټه واخلئ. دوستان، کورنۍ، د ژوند ملګری/ملګرې او نور هغه کسان چې تاسو ورسره سروکار لری، ستاسو دې ډول عادتونو ته اړتیا لري. نو که غواړی د ژوند په ټولو چارو کې بریالي وی، ښه عادتونه مو د ژوند برخه وګرځوئ.

Previous Post

فاریاب کې؛ د ترافیکي پېښې له امله اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Next Post

ماشومان او پر ځان باور

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
ماشومان او پر ځان باور

ماشومان او پر ځان باور

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين بهرنۍ سوداګرۍ د روان کال په پيل کې ثابته وده کړې

د چين بهرنۍ سوداګرۍ د روان کال په پيل کې ثابته وده کړې

مارچ 8, 2023
د پاکستان د ديني عالمانو يوه ډله کابل ته راځي

د پاکستان د ديني عالمانو يوه ډله کابل ته راځي

دسمبر 19, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved