د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي چې د دغې کمیشنرۍ ارزونې ښيي چې په پاکستان کې د دغه هیواد د امنیتي ادارو له خوا د افغان کډوالو په نیولو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دغې کمیشنرۍ يپرون په یو راپور کې ویلي چې د یوې میاشتې په موده کې په پاکستان کې شاوخوا ۲۸ زره افغان کډوال نیول شوي دي. دغې ادارې ویلي چې د سپټمبر د ۱۵ ورځې وروسته له ۴۴۸ زرو څخه زیات افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په دغه راپور کې ویلي چې د نومبر په میاشت کې تر ۲۴ زرو پورې افغان کډوال په جبري ډول له پاکستان څخه افغانستان ته شړل شوي دي.
































