د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر له هټیوالو، د کابل ښار د بېلابېلو اصنافو له رییسانو، د لومړنیو توکو له واردوونکو او د ټرانسپورټي شرکتونو له مسوولنیو سره په لیدنه کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدل او په بازارونو کې یې پر لومړنیو توکو اغیزې تحلیل او ارزولې دي. نورالدین عزیزي په دې لیدنه کې ویلي؛ هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې بې کیفیته او یا هم په لوړه بیه توکي وپلوري او یا هم د احتکار او انحصار له امله د بیو د لوړېدو لامل شي.
































