د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو له کډوالو عالي کمیشنرۍ سره د ۷۷ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ. ویسټ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې پاکستان ته یې د خپل سفر په بهیر کې د ملګرو ملتونو له کډوالو عالي کمیشنرۍ او د مهاجرت نړیوالې ټولنې له مشرتابه سره خبرې اترې او غونډې وکړې. هغه ټینګار کړی؛ ویاړي، چې امریکا په روان کال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمیشنرۍ سره ۷۷ میلیونه او د کډوالۍ نړیوالې ټولنې سره ۹ میلیونه ډالر مرستې کړې دي. د توماس ویسټ د څرګندونو له مخې؛ د دې غونډې هدف په پاکستان کې له افغان کډوالو په ځانګړي توګه زیان منونکو وګړو او له خطر سره مخ کسانو ملاتړ و.
































