په میدان وردګو کې د اکسېجن د تولید شرکت مسوولین وایي، چې یاد شرکت په ورځني ډول تر ۳۵۰ بالونو اکسېجن تولیدوي چې سلګونو کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده. د یاد شرکت کار کوونکي او د اکسېجن اخیستونکي وايي، په هېواد کې دننه دا ډول کارونه له یوې خوا د هېواد د ابادۍ لپاره نېک ګام دی او له بل لوري ځوانانو ته د هېواد په داخل کې د کار زمینه برابرېدای شي. د اکسېجن یاد شرکت په ۱۳۹۱ کال کې په فعالیت پيل کړی، چې نه یوازې د میدان وردګو بلکې د لرې پرتو ولایتونو لپاره هم اکسېجن تولیدوي. د یاد شرکت مسوولین زیاتوي، که چېرې لا زیاته زمینه ورته برابره شي. نو کولی شي، خپل تولید ته نور هم پرمختګ ورکړي.
































