د هواپېژندنې ادارې د هېواد په دوو سیندیزو حوزو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی. یادې ادارې ویلي، چې نن او سبا ورځ د هېواد په ځینو برخو، په تېره د هریرود او هلمند په سیندیزو حوزو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او له دې کبله د سېلابونو د راوتلو امکان شته. د هوا پېژندنې ادارې زیاته کړې، چې د کشک او کاشان، هرات، فراه، هلمند، ترینکوټ او زابل د سیندونو په اوږدو کې د ناڅاپي ورښتونو او د اوبو د سطحې د لوړېدو له کبله د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
































