د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اړوند دکان په نوم د نجونو لیسې ته نوې ودانې تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د ننګرهار د پوهنې ریاست مطبوعاتو مسول وایي دا ودانۍ چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په درې سوه زره ډالرو مرسته دیو کال په موده کې په پاخه او اساسي دول په شاوخوا پنځه جریبه زمکه جوړه شوې اته درسي او څلور ادارې خونې او همدارنګه مجهزه کمپیوټر خونه او نور اړین ملحقات لري. د ننګرهار پوهنې ریاست د مطبوعاتو مسوول وویل د دې ودانې په جوړیدو سره د یادې لیسې نجونو زده کوونکو د سرپناه ستونزه هواره شوه. د نوموړي پر وینا د تیرو دوه کالو په موده کې یو دیرش ښوونځیو ته نوې ودانې جوړې شوي خو لا هم تر یوسلو اویا پورې ښوونځي اوس هم ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
































