د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ایټالیا هېواد شارژدافیرې ناتالیا کوینتاویل سره په کتنه کې له له نوموړې غوښتي، چې ایټالیا دې له دغه وزارت سره د سرطان د تشخیص د یوه مرکز د جوړولو او په دې وروستیو کې له پاکستانه ایستل شویو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې همکاري وکړي. د دغه وزارت ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې د ایټالیا سفارت شارژدافیرې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
































