ملي دفاع وزارت په هلمند کې د یوې بلک هاک چورلکې د سقوط خبر تایید کړی دی. د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغه پېښه کې پنځه کسه ټپیان شوي دي. په اعلامیه کې راځي دغه چورلکې ته د کېناستلو پر وخت تخنیکي ستونزه پیدا شوې او له همدې امله یې سقوط کړی دی. سرچینه وایي چې د اصلي ستونزې پلټنې یې پيل کړې دي او په اړه به یې نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي. وزارت د ټپیانو حالت هم د ډاډ وړ ښودلی دی. بلخوا ځايي خلک بیا وایي چې دغه چورلکه د وسله والو له لوري په نښه شوې ده، هغه ادعا چې ملي دفاع وزارت رد کړې ده.
































