اسټرلیا د افغانستان خلکو سره د ۲۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد ۲۰ میلیونه ډالره یې په افغانستان کې د ننه خلکو او هغو افغانانو لپاره ځانګړي کړي چې ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شوي دي. اسټرلیا د کډوالۍ په نړۍوال فورم کې د ملګرو ملتونو کډوالۍ عالي کمېشنرۍ سره د ټولټال ۲۶۵ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې چې ډېره برخه یې په میانمار او بنګله دېش کې د روهنګیایي خلکو لپاره ده.
































