هرات کې د سرپرست او ترکمنستان لوړپوړو پلاوو پر ټاپي پروژې او نورو موضوعاتو خبرې کړي دي. بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر او د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په مشرۍ پلاوو تورغونډۍ بندر کې د رېل پټلۍ سب سټېشن پراختیا، هرات کې د نورالجهاد برېښنا سب سټېشن د ظرفیت لوړولو او دوه اړخېزو سوداګریزو، ټرانزیټي او ټرانسپورټي اړیکو په اړه هم خبرې کړي دي. د خبرپاڼې له مخې، سرپرست وزیر ویلي چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پلي کېدو لپاره چمتووالی نېول شوی او په خبره یې چې اړوندو ادارو هم خپلې چارې بشپړې کړي دي.
































