د ریاست الوزرا اداري مرستیال، د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې سرپرست حکومت ټولو هغو افغانانو ته چې له ایران، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو څخه د نړۍوالو اصولو خلاف را ایستل کیږي، د زمینې برابرولو هڅې کوي. د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې، اداري مرستیال په دغه لیدنه کې ویلي چې سرپرست حکومت به له یادو را ایستل شویو کډوالو سره هیڅ ډول مرستې ونه دریغوي.
































