په کابل کې یوې چینایي جوړې د لس زره امریکایي ډالرو په ارزښت پر یوې هټۍ پانګونه کړې ده. کانګوي او یوشوجي وايي، درې میاشتې کېږي، چې افغانستان ته د پانګونې لپاره راغلي او د لسو زرو ډالرو په ارزښت یې د سینګار توکو یو پلورنځی، جوړ کړی دی. دوی په افغانستان کې پانګونې ته خوښ دي او وايي، چې په راتلونکي کې غواړي په افغانستان کې خپلې پانګونې ته پراختیا ورکړي او زیات مشتریان جذب کړي.
































