د کندهار د برېښنا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د برېښنا ریاست په عوایدو کې د تېرکال په پرتله ۴۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د کندهار برېښنا حوزې ریاست یوه مسوول ارشاد احمدي ویلي، چي د تجارتي څانګې له لوري د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په تېرو اتو میاشتو کې ۷۹۹ میلیونه ۳۰۴ زره افغانۍ عواید راټول شوي دي. د یادونې وړده، چې د تېر۱۴۰۱ لمریزکال په لومړیو اتو میاشتو کې ټولټال ۳۶۸ میلیونه ۵۸۶ زره افغانۍ عواید راټول شوي وو، اوس دغه ارقام ښيي چې د سږ کال په راټول شویو عوایدو کې ۴۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
































