د نورستان د کليو بيارغونې او پراختيا ریيس احسان الله احمد وايي، چې د برګمټال ولسوالۍ په بېلابېلو کليو کې د ۴۷ میلیونه ۷۳۸ زره ۲۵۰ افغانيو په ارزښت د سړکونو او کانالونو د جوړولو او بيارغونې ۲۴ بېلابېلې پروژې د یونپس موسسې په مالي ملاتړ بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .ویل کېږي دغو پروژو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه. احمد له ولسي خلکو غوښتي، چې د يادو پروژو پوره ساتنه وکړي تر څو ترې د اوږد مهال لپاره استفاده وشي.
































