وروسته له هغې چې د عربي متحده اماراتو په نړیوال لیګ کې د نوین الحق د بندیز خبرونه خپاره شول، نوموړي ویلي، په خپله یې ونه غوښتل په یاد لیګ کې ولوبېږي. نوین الحق زیاته کړې، د اماراتو نړیوال لیګ او د سویلي افریقا سوداګریز لیګ هممهاله ترسره کېږي، نو له دې امله یې د اماراتو په لیګ له لوبېدو انکار وکړ. د نوین الحق د بندیز په تړاو د کرکټ لوبې مخکښ وېبسايټ کریک اینفو لیکلي چې د عربي متحده اماراتو په نړیوال لیګ کې نوین الحق له اصولو د سرغړونې پر اساس له شل میاشتني بندیز سره مخ شوی دی. د یاد ویبسایټ په راپور کې ویل شوي، چې نوین الحق تېر کال په یاد لیګ کې له شارجې واریرز لوبډلې سره لوبیدلی دی او د هوکړه لیک له مخې راتلونکي پړاو کې هم باید له یادې لوبډلې سره ولوبېږي. ټاکل شوې چې د سویلي افریقا شل اوریز لیګ او د اماراتو انټرنېشنل لیګ همهاله د راتلونکي ۲۰۲۴م کال په جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې پیل شي.
































