د غزني د صنعت او معدن خونې مسوولین وايي، په تېرو څو میاشتو کې ۳۵ نویو صنعتي فابریکو په فعالیت پيل کړی دی. د غزني د صنعت او معدن خونې رییس وايي، په دې ولایت کې د صنعتکارانو لویه ستونزه د صنعتي پارکونو نشتون دی. نوموړی وايي که یاده کشاله حل شي نور پانګوال به غزني ولایت کې پانګې اچونې ته زړه ښه کړي. بلخوا د یادو فابریکو مسوولین وايي، خوښ دي چې په دغه ولایت کې یې زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. دوی زیاتوي که یې سرپرست حکومت ملاتړ وکړي خپلو تولیداتو ته به نوره هم پراختیا ورکړي. غزني چې د هېواد له صنعتي ولایتونو هم شمېرل کېږي، اوسمهال پکې شاوخوا ۱۰۰ مختلفې لویې او کوچنۍ فابریکې فعالیت کوي.
































