ایرو ایشیا نشریې په یوه اوږده مقاله کې د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته اشاره کړې ده. دغه نشریه لیکې ټولې نړۍ دا تمه لرله چې د هوکړې تر لاسلیک وروسته به په افغانستان کې جګړې ختمې شي خو برعکس تاوتریخوالی لا هم روان دی او وسله والو طالبانو تر هوکړې وروسته سلګونه بریدونه کړي دي. د سرچینې په خبره طالبانو ته په کار ده چې په رښتینې مانا د سولې په پروسه کې داخل شي، جګړه ودروي، تاوتریخوالی ختم کړي او ځان هوکړې ته ژمن وښيي. ایرو ایشیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ بولي او په خبره یې هر څه د سولې پرخلاف روان دي.
































