د نیمروز ولایت د صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې یې ۶ ټنه تاریخ تېره توکو سوځولي دي. د یاد رياست د مالوماتو له مخې، په یاد ولایت کې یې د بې کیفیته توکو د راټولولو بهیر پیل کړی و، چې په پایله کې ۶ ټنه تاریخ تیره توکي راټول کړي او د دغه ولایت د محکمې د حکم له مخې د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې سوځول شوي دي. دیاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د دلارام ولسوالۍ عمده او پرچون پلورونکو ته یې هم د ټیټ کیفیت او تاریخ تېره درملو د پلور د مخنیوي په اړه لازمې سپارښتنې کړې دي. د یادولو وړ ده، چې په یاد ولایت کې له دې وړاندې هم په لسګونه تاریخ تېره توکې راټول شوي وو او پلورونکو ته یې خبرداری ورکړل شوی و، چې بیا ځل تاریخ تېره او بې کیفیته توکي ونه پلوري.
































