د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د یاد ولایت په خروار ولسوالۍ کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵ ښوونځيو ودانۍ ترمیم او بیا رغول شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه ودانۍ د پوهنې وزارت له بودجې څخه د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت بیا رغول شوې دي. په رغول شویو ښوونځیو کې د خروار ولسوالۍ د علي جان خېلو، اوریا خېلو، کوټکي، خواجه انګور او خوشحال ښوونځي شامل دي. د یادولو وړده، چې د لوګر په مرکز کې هم د ۳ نورو ښوونځیو د ترمیم کارونه بشپړ شوي, چې په راتلونکو څو ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
































